د کابل ښار په یو شمیر سیمو کې د حفظ الصحی د مراعت کولو په موخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسئولینو د کابل ښار شپږمه او اوومه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو،قصابیانو، ډوډۍ پخونکو او د لبنیاتو له پلورنځیو څخه د حفظ الصحې مراعت په موخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پرمهال مسئولینو ته د حفظ الصحې اړوند عامه پوهاوی ورکړل شو او هم ورته د روغتیایي کارتونو اخیستو توصیه وشوه.