ننګرهار کې د بي بي فاطمةالزهرا ولایتي روغتون سره د ۲۲ زره ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او مصرفي موادو مرسته وشوه
یاده مرسته د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف په شتون کې د Jhpiego مؤسسې له لوري د فاطمةالزهرا ولایتي روغتون سره وشوه، چې په کې بېلا بېل طبي وسایل، اړین طبي توکي او مصرفي مواد شامل وو.
د یادولو وړ ده، چې د یادو وسایلو او مصرفي موادو څخه به مور او ماشوم ته د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه کار اخیستل کېږي.