۱۰۰  تنه اچار پلورونکو ته د حفظ الصحې مراعت په موخه یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري کابل ښار کې ۱۰۰ تنه د اچارو تولیدي شرکتونو مسئولینو او پلورونکو ته د حفظ الصحې مراعت او ناروغیو مخنیوي په موخه یو ورځنی روزنیز پروګرام ورکړل شو.

په دې روزنیز پروګرام کې د اچار تولیدي شرکتونو مسئولینو او اچار پلورونکو ته د معیاري اچار جوړولو او حفظ الصحې مراعت په موخه د ټرینرانو له لوري هر اړخیز معلومات د یو ترتیب شوي پریزینټیشن له لارې ورکړل شو، چې موخه یې راتلونکي کې له همدې ورکشاپ څخه په زده کړې، معیاري اچار تولید او په دې برخه کې حفظ الصحې ته پاملرنه وشي، څو له همدې لارې د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۳۳
Background image

تخار ولایت کې د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته ۴۰ عرادې موټرسیکلونه وویشل شول

 دغه موټرسیکلونه د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د یونیسف نړیوالې ادارې او آغا خان مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ ولسوالیو واکسیناتوارنو ته د واکسیناسیون بهیر چټکتیا، لرې پرتو سیمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یو وړل شول

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو او څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو له ۶۹ تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۷۴. . .

BACK TO NEWS