د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت نظارتي ټیم د هلمند بُست ولایتي روغتون او د دې ولایت له یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو له خدمتونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۵:۳۸
MOPH

یاد نظارت چې د یو ځانګړي تخنیکي ټیم له لوري د شپې ناوخته ترسره شو، د ولایتي روغتون له ټولو څانګو څخه په کې کتنه وشوه، ستونزې یې یاداشت او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې  وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړې سپارښتنه په دا وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د نظارت پروسه دوام لري، چې موخه یې د روغتیايي خدماتو ستونزې په نښه کول او د روغتیايي سیستم د ښه والي لپاره هڅې ترسره کول دي؛ ترڅو ټولو ناروغانو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS