ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیایي سکټور او پروان سیاه ګرد ولسوالۍ کې د خوراکي توکو پلورنځیو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۶
MOPH

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري د یاد ولایت روداتو ولسوالۍ اړوند شهیدانو مېنه کې له خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو؛ چې پایله کې یې درې کتنځایونه، د سټار سراپا کلینیک لابراتوار او زېږون خونه د قانوني سر غړونې له امله وتړل شو.

همدارنګه، د پروان سیاه ګرد ولسوالۍ کې د ۳۰ درملتونونو او ۸۰ بابه خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت وشو او اړوند مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وشوې.

د یاد نظارت په پایله کې ۲۸۵ قلمه له نېټې تېر درمل او ۴۸ قلمه بې کیفیته خوراکي توکي، چې شاوخوا ۶ ټنه کېږي، را ټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS