د ۱۴۰۴ کال ټریني ډاکټرانو د معرفي کولو  پروسې مهالوېش!

rasooli_admin
moph

 په دې توګه هغو محترمو ډاکټرانو ته چې د ۱۴۰۳ لمریز کال انټرنس ازموینه کې د (ایرینا سلیمي، ننګرهار، بدخشان، ایمرجنسي، نور IAM او FMIC) روغتونونو خالي بستونو ته بریالي شوي دي، خبر ورکول کېږي، چې دا روغتونونه د مؤسسو له لوري تمویل کېږي او P2 ته اړتیا نلري.

  له همدې امله، دا نوماندان د اکمال تخصص لوی ریاست د یو مکتوب له مخې پورته ذکر شویو روغتونونو ته د ټریني په صفت معرفي کېږي، چې دوی باید د ترتیب شوي مهال وېش سره سم په ټاکل شویو نېټو د اکمال تخصص لوی ریاست ته مراجعه وکړي.

Documents

moph

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۹:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ټیم نیمروز ولایت ته سفر کوي.

د بامیان ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو د ګرځنده روغتیايي خدمتونو ټیم، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړوندوالي د کچې راکمولو په موخه، د ۱۴۰۵ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۲۴
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت ۳۴ مسلکي بستونه اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۱۷ مې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه له اړینو اسنادو سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۵۳
Background image

خبرتیا!

 موضوع: د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم فراه ولایت ته سفر وکړ

د فراه ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي . . .

Back to announcements