د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر، ډاکټر تاج الدین اوېلا سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۱:۳
MOPH

په دې لیدنه کې د HER پروژې د ملاتړ، عامې روغتیا وزارت او یونیسیف ادارې له لوري د ګډ نظارت، ستونزو د حل، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد او لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو پر لېږد ټینګار وکړ او د ستونزو حل په موخه یې ګډ نظارت مهم یاد کړ؛ تر څو په ترڅ کې یې ستونزې په نښه او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.

بل لور افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې مشر، د HER پروژې د ملاتړ برخه کې د همکارۍ او روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو د لېږد ډاډ څرګند او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت سره د ګډ نظارت له لارې به شته ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS