د GPEI نړیوالو شریکانو له مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۹:۴۸
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د GPEI نړیوالو شریکانو مسؤلینو، د مقام د دفتر مشاورینو، د وزارت مرکزي رئیسانو او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د GPEI پروګرام استازو د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، واکسیناسیون او تغذیې خدماتو په برخو کې د خپلو فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د یادې ادارې د فعالیتونو اورېدو او د دې ادارې له مسؤلینو څخه د مننې تر څنګ د روغتیایي خدماتو په کیفیت لوړولو، واکسیناسیون خدماتو په پراخ پوښښ او لا زیاتې همغږۍ، د روغتیایي منابعو له ضایع کېدو او ورته خدماتو له وړاندې کېدو څخه په مخنیوي، لومړنیو روغتیايي خدماتو او تغذیې برخې باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي مرستیال دغه راز، د نړیوال GPEI پروګرام له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې خپل خدمات د عامې روغتیا وزارت د اصولو او پالیسیو، لومړیتوبونو او د خلکو د اړتیاوو سره سم د دې وزارت سره په ګډه همغږۍ ترسره کړي، چې دا پرېکړه د یادې ادارې مسؤلینو له لوري تائید شوه او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۲:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري ۳۵ تنو کوچنیو متشبثینو ته د "خوړو ککړتیا او مخنیوي" تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز سیمنار تر سره شو

یاد روزنیز سیمنار چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شو، موخه یې ذهنیت جوړونه، د خوړو ککړتیا او مخنیوي برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړول، د روغتیايي او تولیدي مهارتونو ښه والی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري بېرته راستنېدونکو ته د ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې زیاتې شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره هېواد ته د بېرته راستنېدونکو لپاره د. . .

BACK TO NEWS