د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي په موخه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۳۵
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون کړی و، چې دواړو لورو د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي او لا ډېرې همغږۍ په اړه بحث او خبرې ترسره کړې.

یاده ناسته کې د روغتیا نړیوال سازمان د غیر ساري ناروغیو، روږدو درملنې او روانې روغتیا برخې مسؤل، ډاکټر دلارا منوال د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي او همکارۍ په موخه یو پرزینټېشن وړاندې او ګډونوالو ته یو شمېر معیارونه او وړاندیزونه تشریح کړل؛ څو دا پروګرام وکولای شي خپل خدمات د نړیوالو معیارونو سره سم برابر کړي.

د روغتیایي خدمتونو ښاغلي مرستیال، د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې اړوندو ادارو ته به لازمې لارښوونې وکړي؛ تر څو هغه مهم ټکي چې په پرزینټېشن کې تشریح شوي، په پام کې ونیسي او په سرطان اخته ناروغانو ته اړین روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS