هرات ولایت کې په لومړي ځل د تلسیمیا ناروغانو د درملنې یو مجهز روغتون تعمیر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۳:۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت د مخورو او افغان سوداګرو په مرسته د جوړ شوي تلسیمیا روغتون پرانیسته ترسره کړه.

د پرانیستې په دغه مراسمو کې د هرات والي، شیخ نور احمد اسلام جار او د ایران، ترکیې او ترکمنستان هېواد سفارتي استازو شتون درلود.

یاد تعمیر چې د تلسیمیا ماشومانو لپاره د هرات ولایت د مقام او عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ جوړ شوی، ځانګړی روغتون دی چې پر  تلسیمیا اخته ماشومانو لپاره به په کې خدمات وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هرات د مخورو حضراتو او سوداګرو قرباني بې سارې وګڼله او دا کړنه یې د تلسیمیا بې وسه ماشومانو درملنې برخه کې ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

د عامې روغتیا وزیر همداراز، د هېواد له نورو سوداګرو هم هیله وکړه، چې همدارنګه یو بل ته په لاس ورکولو سره ولسونو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړو، هغه وویل: هڅه کوو چې له داخلي بودجې څخه روغتیايي خدمات وړاندې کړو، همداراز که یو څوک غواړي چې دې برخه کې پانګونه وکړي، موږ ژمن یو چې اسانتیاوې ورته برابرې وکړو.

په دې مراسمو کې دغه راز، د یاد روغتون جوړونکو له لوري هم خبرې ترسره او وویل شو، چې په دې برخه کې به د روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ کار کوي او د دغه روغتون لپاره به د تجهیزاتو برابرولو کې لا زیاتې هڅې کوي.

همداراز، د هرات والي وویل: هڅه کوي چې د روغتیا برخه کې د پانګونې په موخه لا نور سوداګر او پانګه وال وهڅوي، تر څو په دې برخه کې په خپلې پانګونې سره د ولسونو اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالې وزارت اداري مرستیال ښاغلي مولوي دوست محمد مخلص، د عامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

د هلمند روغتیایي علومو انسټیټیوټ نرسنګ څانګې څخه ۴۵ تنه محصلین له درې کلنې تحصیلي دورې وروسته فارغ شول

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هلمند مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس، د عامې روغتیا رئیس مولوي فضلي احمد شفیع الله، د پوهنې ریاست استازي او د انسټیټیوټ استادانو ګډون کړی و.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت په ابن‌سینا صدري ملي او تخصصي روغتون کې د ۱۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم د پرانیستې مراسم ترسره شول

د لمریزې برېښنا یاد سیسټم د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی، چې ټولیز لګښت یې ۱۵۰ زره امریکایي ډالر کېږي.

په همدې. . .

BACK TO NEWS