د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د حبیب یار خصوصي روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۴:۲۹
moph

د عامې روغتیا وزیر، له مل تخنیکي پلاوي سره په ګډه د یاد تخصصي روغتون له بېلا بېلو څانګو لیدنه وکړه او د روغتیایي کارکوونکو سره په ناسته کې یې وویل: زمونږ موخه د ولسونو لپاره د ښو روغتیايي خدمتونو برابرول دي، دا چې خصوصي سکټور د یو هېواد مټ وي، مونږ هم هڅه کوو چې ټولو هغه پانګه والو ورونو ته زمینه برابره کړو، چې د روغتیا په برخه کې پانګونه کوي.

ښاغلي وزیر، د یاد روغتون په خدماتو، چې د هرات په کچه تخصصي خدمتونو وړاندې کوي او د ولسونو اړتیاوې پوره کوي، خوښي څرګنده کړه.

د عامې روغتیا وزیر همداراز، د دغه روغتون مسلکي متخصصینو ته سپارښتنه وکړه، چې کوښښ وکړي نوي ځوانان وروزي او هغه څه چې دوی یې لري باید نورو ته انتقال کړي؛ تر څو هېواد لا ښه کادرونه ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۴
Background image

په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، متخصص دوکتور فضل‌ الله سیرت د یاد هېواد په ازمیر ښار کې جوړ شوي نړیوال درې ورځني کنفرانس کې ګډون وکړ

دغه کنفرانس چې د روغتیا، کلتور او سیاحت په موضوعاتو جوړ شوی و، په کې د نړۍ له ۳۲ هېوادونو څخه سفیرانو، اتشو او د ترکیې د عامې روغتیا وزیر برخه اخیستې وه.

د یاد کنفرانس په پیل کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

کندهار ولایت کې لس ټنه له نېټې تېر درمل له منځه یووړل شول

دغه درمل د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له بېلابېلو درملتونونو څخه راټول شوي وو، چې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د وزیر محمد اکبر خان روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه. . .

BACK TO NEWS