د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې له دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۱۷
moph

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د سرپل ولایت صیاد، سنچارک، ګوسفندي، سوزمه قلعه، الجهاد او کوهستانات ولسوالیو کې له روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

د نظارت رئیس دغه راز، روغتیایي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS