د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه کابل ولایت کې د څاریو د خرڅلاو ځایونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۳:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی ریاست اړوند د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ریاست مسؤلینو له لوري د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه کابل ولایت کې د څاریو د خرڅلاو ځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په کې د څاریو پلورونکو او پېرودونکو ته د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ځانګړي ښوونیز او معلوماتي بروشورونه ووېشل شول.

یاد نظارت کې د څاریو پلورونکو او پېرودونکو ته د کانګو ناروغۍ د رامنځته کېدو، نښو نښانو، د انتقال لارو چارو او د مخنیوي طریقو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او د حفظ الصحې په موخه ورته لازمې سپارښتنې هم وشوې.

#کانګو

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS