د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۷
moph

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د بلخ د عامې روغتیا له رئیس، الحاج رحمت الله منصور سره ناسته ترسره، د سفر موخه یې ورسره شریکه او د جوړ شوي پلان سره سم یې د یاد ولایت د زاری، شولګره، دهدادي، دولت آباد، چارکنت، کشنده، کلدار او نهر شاهي ولسوالیو له یو شمېر دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې

د نظارت رئیس دغه راز، د بستر ناورغانو احوال واخیست او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې، چې ناروغانو سره د ښه چلند سربېره د هغوی ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS