د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ څوارلسمه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۴
moph

دا ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د عامې روغتیا وزارت د مرستیالانو، مقام د دفتر لوی رئیس، مرکزي رئیسانو او مشاورینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي، نوۍ ودانۍ ته د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون د انتقال، د زړه په ناروغیو د اخته ماشومانو د درملنې، د ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، ستونزو ته د رسېدنې، په اغېزمنه توګه د بودجې د مصرف او د منابعو غوره مدیریت اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

سربېره پر دې د طبي تجهیزاتو پېرلو او روغتونونو ته د هغې انتقال، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د مشهورو تولیدي او واردونکو شرکتونو له لارې د درملو پېرودلو پرېکړه او د بامیان ولایتي روغتون کې د فیسونو اخیستل د دې ناستې له نورو مهمو موضوعاتو څخه وو، چې په اړه یې بحث ترسره او نظرونه شریک شول.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې؛ ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغه مسؤلیتونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار وشو، چې ذکر شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۴
Background image

د غزني ولایت یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت نقلیه او طبي وسایل ورکړل شول

د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري یو شمېر روغتیايي مرکزونو ته ۷ عرادې امبولانسونه، د واکسیناتورانو لپاره ۳۳ عرادې موټر سایکلونه، الټراسونډ ماشینونه، ولایتي روغتون ته یو اکسیجن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه زرګونه پوسټرونه وویشل شول

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ښار په بېلا بېلو برخو (شکردرې ولسوالۍ، د څارویو د خرڅلاو ځایونو، دوکاندارانو، قصاب خونو او نورو عامه ځایونو) کې د کانګو ناروغۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۴۵
Background image

پکتیکا ولایتي روغتون کې د ۲۵۰۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه پایه عصري انسنراتور یا طبي خځلو سوځوونکی ماشین ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست په هڅو او روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ د پکتیکا ولایتي روغتون لپاره یوه پایه عصري انسنراتور (Incinerator) ماشین، چې د نصب چارې یې پخوا پیل. . .

BACK TO NEWS