د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون معرفت غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۱۹
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث نور الحق انور، د کابېنې غړو، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، عمومي رئیسانو، د بېلابېلو وزارتونو، ادارو او د لایف پرل (Life Pearl) د درملو تولیدي شرکت مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث نور الحق انور یاد قانون د مرضونو مخنیوي او شفافیت رامنځته کېدو برخه کې مهم وباله او د درملو واردونکو او تولیدونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې کیفیت او معیار ته پاملرنه وکړي، هغه ټینګار وکړ، چې د بې کیفیته درملو واردونکو او تولیدونکو سره هېڅ ډول ترحم په کار نه دی او باید سخته سزا ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي یاد قانون د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق مخنیوي برخه کې مهم وباله او پر ښه تطبیق یې ټینګار وکړ.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د دغه قانون په ښه تطبیق سره به د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی راشي، نرخونو به کنټرول او په ټولنه کې به د ناروغیو د کمښت او اقتصادي پیاوړتیا سبب وګرځي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یاد قانون د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او د باکیفیته درملو پر واردولو او تولیدولو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS