د ااا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان ، یونیسیف نړیوال سازمان ، بیل ګیټس بنسټ او د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې اړوند افغانستان ته راغلي ګډ لوړ پوړي پلاوي سره مجلس تر سره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲
moph

په دې مجلس کې چې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان حوزوي مشرې اغلې دوکتور حنان بلخي ، د یونیسف سازمان حوزوي مشر سنجی ویجیسیکرا ، د بیل ګېټس بنسټ استازو ، د یونیسیف سازمان د افغانستان لپاره مشر ډاکټر تاج الدین اویلا ، د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې د ختیځې مدیترانې حوزې مشر ډاکټر حامد رضا جعفري او یو شمیر نورو مسؤلینو شتون درلود ، د روغتیایي خدماتو پر پراختیا ، په اړینو برخو کې د روغتیایي سیستم پر ملاتړ ، په روغتیایي خدماتو کې شفافیت ، د لمړیتوبونو پر اساس د خدماتو تر سراوي ، د ساري ناروغیو پر مخنیوي ، د پولیو ناروغۍ پر محوه کولو ، په چارو کې د ښې همغږۍ را منځته کولو ، افغان علمي کادرونو ته لمړیتوب ورکولو ، د روغتیایي او تشخیصیه کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر،د خپلې وینا په ترڅ کې د ذکر شویو موضوعاتو  ترڅنګ ټینګار وکړ “ نړیوال ادارات باید د روغتیا نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ سره مطابق خدمات عیار کړي او د خدماتو وړاندې کولو پر مهال دې ورته ځانګړې پاملرنه کوي”.

ښاغلي وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، د عامې روغتيا وزارت د نورو ساري ناروغیو تر څنګ د پولیو له منځه وړلو ته هم ژمن دی، چې په دې برخه کې د واکسین ښه تطبیق او لمړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی اړین دي ، هغه د وزارت کاري شریکانو ته د پولیو واکسین د تطبیق برخه کې د همکارۍ او شته ستونزو د حل ډاډ څرګند او له هغوی یې وغوښتل “ همغږي باید لا زیاته او د چارو د لا ښه والي په موخه باید ګډ تصامیم ونیول شي”.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه ییزې مشرې، اغلې دوکتور حنان البلخي د پولیو ناوړه ناروغۍ د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره د پولیو واکسین د غوره تطبیق، د روږدو ناروغانو درملنې او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه وینا او ژمنه تر سره کړه  ، نوموړې همدارنګه د پولیو له منځه وړلو برخه کې د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د هڅو ستاینه وکړه.

همدا راز، د پولیو د څار بورډ مشر ډاکټر کریس الیاس وویل، زموږ د لیدنو موخه د پولیو د له منځه وړلو لپاره د اغېزمنو حل لارو پیدا کول دي او هڅه کوو، چې په دې برخه کې خدمات لا زیات، ښه او معیاري شي، تر څو د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS