د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس او مل پلاوي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۳۵
MOPH

په یاده لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي د کونړ د عامې روغتیا له رئیس، قاري مظفر خان مخلص سره د پېچ درې ولسوالۍ اړوند په لیچه لام ساحه کې د بشپړ روغتیایي مرکز تعمیر د پاتې چارو او نیمګړتیا د حل په لارو چارو خبرې وکړې.

همدارنګه، شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس په ملتیا د پېچ درې او ماڼوګي ولسوالیو د کچې له روغتونونو څخه لیدنه وکړه، پر وړاندې کېدونکو خدماتو یې خوښي وښوده او مسؤلینو ته یې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS