د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ شپاړسمه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۶:۱۳
moph

دا ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او مشاورینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرې ناستې د پرېکړو او په اړه یې د تر سره شویو اجرااتو، بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او  اسلام قلعه بندر ته د امبولانسونو د لېږد او د نوي تدارکاتي قانون سره سم د تدارکاتي تړونونو د ورکړې او پروسې په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

سربېره پردې، د پروګرامونو، غونډو او ورکشاپونو د ښه والي او ښه ترسره کولو لپاره د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست سره د همغږۍ، د غیر مسلکي ډاکټرانو او حکیمانو سره د مرکو د مخنیوي، د شفري نسخو لیکلو څخه د مخنیوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره په روغتونونو کې د فیس راټولولو سیسټم ستونزې د حل کولو، او د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د دایکندي ولایت نظارتي راپور تشریح کول د دې ناستې له نورو مهمو موضوعاتو څخه وو، چې په اړه یې بحث ترسره شو.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د پورته ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې؛ ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغه مسؤلیتونو برخه کې د پرمختګونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار وشو، چې ذکر شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS