د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د همغږۍ ریاست له لورې د پروان، کاپیسا، غزني، کابل، پنجشیر، بامیان او دایکندي ولایتونو د عامې روغتیا له مسؤلینو سره انلاین ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۳۱
MOPH

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل الهي "عليزی" اړوندو مسؤلینو او د ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو ګډون کړی ؤ، په کې د لا زیاتې همغږۍ، د خدماتو ښه والي، په ولایتونو کې د وړاندې کېدونکو خدمتونو د راپور ورکولو او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، چې په کې د ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو خپلې ستونزې او د خدماتو اړوند معلومات د ولایتونو د همغږۍ ریاست سره شریک کړل.

د ولایتونو د همغږۍ رئیس وویل، ولایتي مسؤلین باید په منظم شکل میاشت کې یو ځل انلاین ناسته د ولایتونو د همغږۍ ریاست سره وکړي او خپل فعالیتونه دې لا تقویه او مسؤلیتو ته دې لا زیاته پاملرنه وکړي؛ تر څو هېوادوالو ته غوره روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS