د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د عصبي جراحانو په لومړۍ کنګره کې ګډون وکړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۱۸
MOPH

په دې کنګره کې چې موخه یې د عصبي جراحي برخې ته لا زیاته وده ورکول دي، په کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د افغانستان د عصبي جراحانو د ټولنې غړو، د جراحي برخې مرکزي او ولایتي متخصصینو، کورنیو او بهرنیو روغتیايي کادرونو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ګډونوالو ته د خپلې وینا په ترڅ کې عصبي جراحي د روغتیايي سکټور یوه مهمه برخه وبلله او ویې ویل: د عامې روغتیا وزارت به په نږدې راتلونکي کې د زده کړو د تعقیب په موخه یو شمېر افغان کادرونه بېلا بېلو هېوادونو ته ولېږي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه، عصبي جراحي یوه تخصصي څانګه ده، چې په افغانستان کې ورته زیاته اړتیا لیدل کېږي او دا برخه باید نوره هم غني شي، په دې برخه کې باید څېړنې او تحقیقات وشي، نړیوالو تجاربو څخه ګټه واخیستل شي او هغه عصري مېتودونه، چې په پرمختللې نړۍ کې ترې ګټه اخیستل کېږي، افغانستان کې هم ورته زمینه برابره شي.

ښاغلي وزیر دغه راز، له هغه افغان روغتیايي کادرونو څخه چې بهر کې مېشت دي، هېواد ته د بېرته راستنېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، دغه کادرونه هېواد ته په بېرته راستنېدو سره کولای شي په امارتي او خصوصي روغتونونو کې خپلو هېوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS