د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لپراسکوپي جراحي د لومړۍ دورې فراغت غونډه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۳۰
MOPH

یاده غونډه چې د استقلال ملي او تخصصي روغتون په نوښت د لپراسکوپي جراحي څانګې څخه د ۲۰ تنو متخصصو ډاکټرانو د فراغت په ویاړ جوړه شوې وه، په کې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د استقلال روغتون رئیس او متخصصو ډاکټرانو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني فارغ شویو ډاکټرانو ته د فراغت مبارکي وکړه او د لپراسکوپي جراحي برخه کې یې دغه پرمختګ ستر ویاړ وباله.

دغه راز، ښاغلي مرستیال وویل، عامې روغتیا وزارت به د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د لا پرختیا، د خدماتو د کیفیت ښه والي او لرې پرتو سیمو ته د خدماتو رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ ترڅو د خلکو روغتیایي ستونزې په کور دننه حل او ورته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د سنتي طبابت د چارو تنظیم ریاست په نوښت او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د پلخمري ښار په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیم د پلخمري ښار له ۳۳ خوراکي او درملیزو تأسیساتو څخه نظارت وکړ.

 د دې نظارت پایله کې ۵۱ قلمه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او WVI مؤسسې ترمنځ په هرات ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۱۵۳ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري هرات ولایت کې د رواني او لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له World Vision International-WVI مؤسسې سره د (۱۵۳۰۰۰) یو سل درې پنځوس زره ډالرو په. . .

BACK TO NEWS