د عامې روغتيا وزارت د مرستیال سفر خوست ولایت ته

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۳۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي خوست ولايت ته د سفر پرمهال د دې ولايت له والي، مولوي عبدالقيوم روحاني سره لیدنه تر سره کړه

په دغه لیدنه کې چې د خوست د عامې روغتيا رئيس، ډاکټر احمد مجاهد هم شتون درلود، د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خوست ولايت د خپل سفر موخه چې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د نظارت ترسره کولو له لارې د ستونزو په ګوته کول او ورته د حل لارې چارې پيدا کول دي تشريح کړ.

د خوست والي مولوي عبدالقيوم روحاني ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ په دې ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو او پراختيا غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا. . .

BACK TO NEWS