د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مور او نوي زيږېدلي ماشوم د سرویلانس او ځواب وینې (MNDSR) ورکشاپ کې ګډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۴۵
moph

یاد ورکشاپ چې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست او د باروري روغتیا ریاست له لوري د آسیا پراختیایي بانک او روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د (MNDSR) پروژې د تطبيق او بیا کتنې په موخه پیل شوی، په کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي او ولايتي رئیسانو، افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر، ډاکټر ایډوین سینزا سلاوډر، د UNFPA ادارې او تطبيق کوونکو مؤسسو استازو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مور او ماشوم روغتيا ته پاملرنه خورا ارزښتمنه او حیاتي موضوع وبلله او د مړينې کچې کموالی یې د ټولو ګډ مسؤليت وباله.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، هيله ده چې د یاد ورکشاپ پرمهال د مور او ماشوم د مړینې د پېښو څرنګوالی معلوم، عوامل یې په ګوته او د مخنيوي په لارو چارو يې غور وشي.

دغه راز، د عامې ورغتيا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنايت الله عنايت د ورکشاپ په اړه د معلوماتو وړاندې کولو سربېره د دقیقو ارقامو په راټولولو ټينګار وکړ او له ټولو ولايتي مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې د مور او ماشوم د مړینې ارقام په دقيقه توګه راټول کړي؛ تر څو په مرسته یې عوامل معلوم او د مخنيوي په لارو چارو یې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۶:۱۱
Background image

د بهرنیو او داخلي ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي؛ ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۳۲
Background image

په بامیان او هرات ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت چې د دغه ولایتونو د څارنې او پلټڼې آمریت له لوري ترسره شوه، پایله کې یې هرات ولایت کې ۲۴ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او په بامیان ولایت کې ۲۹۶ قلمه خوراکي توکي او ۱۴۱ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او همکارو ادارو له‌خوا په هرات کې د نري رنځ د کنټرول خدمتونه وڅارل شول

د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام مسؤلینو د AADA دفتر، روغتیا نړیوال سازمان او د هرات د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې او کنټرول مدیریت له استازو سره په ګډه د هرات سیمه ییز. . .

BACK TO NEWS