د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس د هلمند روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS او EPHS ورټیکل پروژو او د خصوصي روغتيايي سکټور اړوند یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

یاد نظارت چې موخه یې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د هلمند عامې روغتیا له رئیس، مولوی فضلي احمد شفیع الله سره ناسته ترسره کړه، د سفر موخه یې ورسره شریکه او له پلان سره سم یې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه او ناوې، نادعلي، ګرمسیر، مرجه، نوزاد، موسی قلعه، نهر سراج او بهرام چه ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو له ټولو څانګو څخه نظارت وکړ، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

 د نظارت رئیس، همداراز د بستر ناروغانو احوال واخیست او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې، چې له ناروغانو سره د ښه چلند سربېره هغوی ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS