د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د طبي متخصصینو شورا ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۹
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي، د طبي متخصصینو شورا غړو، د کابل طبي پوهنتون رئیس، د طبي شورا او د اړوندو ادارو مسؤلینو شتون درلود ، ۳۰ تنه استادانو ته د علمي رتبو ورکولو، د بهرنیو ډاکټرانو د فعالیتونو ارزونې او په ولایتونو کې د تخصص پروګرام پر وړاندې د شته ستونزو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د علمي رتبو ورکولو برخه کې پر شفافیت او دقت ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې، همدارنګه ښاغلي مرستیال زیاته کړه ، په کومو ولایتونو کې چې د تخصص پروګرام پر وړاندې ستونزې موجودې وي، باید وڅېړل شي او ورته لازمه رسېدنه وشي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس، ډاکټر نثار احمد نیازي د طبي متخصصینو شورا د وظایفو لایحه ګډونوالو ته تشریح کړه او د یادې لایحې د لا ښه تطبیق لپاره یې ګډې هڅې اړینې وبللې.

د یادونې وړ ده، چې پر یادو موضوعاتو به په راتلونکې ناسته کې  مهمې پریکړې ترسره شي؛ ترڅو د طبي متخصصینو د علمي رتبو بهیر شفاف، پیاوړی او د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د طبي متخصصینو شورا ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي، د طبي متخصصینو شورا غړو، د کابل طبي پوهنتون رئیس، د طبي شورا او د اړوندو ادارو مسؤلینو شتون درلود ، ۳۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون سره د ۹۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت د یو شمیر طبي وسایلو مرسته وشوه

یاده مرسته د فاطمه خیریه بنسټ له لوري وشوه، چې په کې ۳۰ پایې انکیوبیټرونه (incubators)، ۹ عدده وارمر (Warmer) ماشینونه، ۹ عدده د فوټوتراپي (Phototherapy) ماشینونه او دوه عدده د فیټل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۴
Background image

د هلمند عامې روغتیا ریاست سره د ١٧١٦٥٠٠ افغانیو په ارزښت د ۱۰ پایو انکیوبیټرونو (incubators) مرسته وشوه

یاده مرسته د فاطمه خیریه بنسټ له لوري شوې، چې د هغو نويو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا خونديتوب لپاره به ورڅخه لازمه ګټه اخیستل کېږي، چې له کمزورۍ سره مخ وي او یا تر وخت مخکې زېږېدلي وي؛. . .

BACK TO NEWS