د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د روغتیا وزارت اړوند لاندې ټاکنې وشوې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۸:۵۵
MOPH

د غزني ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک د لوګر د عامې روغتیا د رئیس په توګه، د لوګر ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئیس حافظ سعید الرحمن قادري د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه او میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئیس ډاکټر رسول خان نظري د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه وټاکل شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوى رئيس، شیخ محمد طاهر حلیم او يو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس تغير او تبديل د اسلامي نظام اصل وباله او زیاته یې کړه، د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې کار اهل کار ته وسپاري، په چارو کې شفافیت راولي او د چارو د لا ښه تر سراوي په موخه ټاکنې تر سره کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS