د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ په مرکز کابل کې پای ته ورسېده

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۴:۲۳
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې وه، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل وو.

د نظارتونو یاده لړۍ چې څو میاشتې  وړاندې پیل شوې وه، پر دوام یې په مرکز کابل کې له پاتې څو روغتونونو (فرحت، یکتا، امید د سترګو، شاهي، راضیه بهلول وردګ، مدوا او پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل) روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د هېواد په کچه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه نظارتي بهیر په مرکز کابل کې پای ته ورسېد او ډېر ژر به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي؛ تر څو د خصوصي روغتیايي مرکزونو فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم ترسره او د خلکو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۳۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مشر، ښاغلي ډاکټر ټيډرس ادهانوم سره په هند هیواد کې ليدنه تر سره کړه

په دې ليدنه کې افغانستان کې د پوليو ويروسي ناروغۍ د تشخيص په موخه د معياري لابراتوار د خدماتو پر څرنګوالي ، د افغانستان روغتيايي سيستم د پياوړتيا په موخه د‌ نړيوالو د ملاتړ، د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

تخار ولایت کې څوارلس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۴۷ قلمه درمل له منځه یووړل شول

یاد خوراکي توکي او درمل د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل. . .

BACK TO NEWS