د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۹ مه غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۳۳
MOPH

 یاده غونډه چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې تر سره شوه، په دې غونډه کې اړوندو اداري مسؤلیتونو ته د لا ښې پاملرنې، په چارو کې د ښه والي او چټکتیا، په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د اړتیا وړ درملو او تجهیزاتو د شتون او پېرېدلو، د روغتیایي خدماتو کیفیت ښه والي، له ملي معیارونو سره سم په روغتونونو کې د ټرینرانو، متخصصینو او ټریني ډاکټرانو د تشکیلاتو منطقي کېدو، د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کولو او مؤسسو فعالیت تنظیم، په هېواد کې د شري واکسیناسیون کمپاینونو کیفیت ښه والي او پوښښ پراختیا، په روغتونونو کې د شته ستونزو اغېزمن حل، د روغتونونو مسؤلینو او روغتیایي کارکوونکو لپاره د طبي اخلاقو اړوند سمینارونو برابرولو او د ادارو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په پورته ذکر شویو موضوعاتو ټینګار وکړ او په دې اړه یې د عملي اقداماتو تر سره کولو سپارښتنې وکړې؛ ترڅو چارې په بشپړ شفافیت، چټکتیا او اغېزمن ډول ترسره شي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د چارو ښه ترسراوي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه، چې د ذکر شویو موضوعاتو په اړه به لازم اقدامات تر سره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS