د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د څېړنې ارزونې بورډ (IRB_ Institutional Review Board) ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۱۷
MOPH

په دې ناسته کې چې د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو او د اړوندو ادارو مسؤلینو شتون هم درلود، د (IRB_ Institutional Review Board) د چارو، دې بورډ ته د نویو کسانو معرفي کولو او د پخواني طرزالعمل بیا ارزونې په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، د دغه بورډ د چارو پر شفافیت، د علمي شواهدو او مستندو معلومات پر موجودیت ټینګار وکړ؛ ترڅو روغتیا برخه کې څېړنې له ملي اړتیاوو، اخلاقي اصولو او معیارونو سره سمې تر سره او د څېړنو بهیر چټک او منظم شي.

د یادونې وړ ده، چې د IRB بورډ د طرزالعمل بیا ارزونه به د یوې کمېټې له لوري ترسره شي، چې په کې به د وزارت د رهبرۍ مسؤلین، یو شمېر تخنیکي همکاران او څو تنه علماء کرام موجود وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او د ګیټس بنسټ له لوړپوړو چارواکو سره وکتل

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې حوزې مشرې اغلې دوکتور حنان البلخي او د ګیټس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه

یاده مرسته د یونیسف نړیوالې ادارې له لوري شوې، چې د  روغتیايي خدماتو په پیاوړتیا او د ناروغانو په درملنه کې به ارزښتناک رول ادا کړي او د مرکز قلات او اړوندو ولسوالیو په ۴۷ روغتیايي. . .

BACK TO NEWS