د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS او EPHS ورټیکل پروژو او  له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۱۹
MOPH

یاد نظارت چې موخه یې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي پلاوي د هرات ولایت د عامې روغتیا له رئیس، محمد طالب شاهد سره ولیدل، د سفر موخه یې ورسره شریکه او له پلان سره سم یې د یاد ولایت مرکز، چشت شریف، اوبه، زنده جان، تور غونډۍ، پشتون زرغون او غوریان ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو له ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

همداراز، د نظارت رئیس په روغتیایي مرکزونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او روغتیايي کارکوونکو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې، چې له ناروغانو سره د ښه چلند سربېره هغوی ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یو وړل شول

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو او څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو له ۶۹ تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۷۴. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

د کابل ولایت په ختیځ کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت خوندیتوب او روغتیایي قوانینو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۵۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د طبي ټکنالوژۍ څانګې څخه ۲۰ تنه زده کړیالان فارغ شول

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهان غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ رئیس دوکتور محمد قاسم عادل، د بېلابېلو څانګو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و.

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو. . .

BACK TO NEWS