د داخل بستر شدیدې خوارځواکۍ د مدیریت شپږ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۸:۴۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د « داخل بستر شدیدې خوارځواکۍ مدیریت» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د روغتونونو د تغذیې برخې متخصصینو او ډاکترانو د ظرفیت لوړونې په موخه پای ته ورسېد

دغه پروګرام د مرکز کابل، پنجشیر، پکتیکا، غزني، کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو ۳۰ تنه د ماشومانو ناروغیو متخصصینو او ډاکترانو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او OCHA/AHF په مالي ملاتړ جوړ شوی و.

د یاد پروګرام په پای کې، د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت‌ الله معصومي د همکارو بنسټونو له ملاتړ او د ګډونوالو له هڅو مننه وکړه او ویې ویل: د دې ډول روزنیزو پروګرامونو ترسره کول په روغتونونو کې د تغذیې خدمتونو او خوارځواکۍ درملنې په اغېزمنتیا کې مهم رول لري او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت په راتلونکي کې هم د ورته پروګرامونو دوام ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې د یاد شپږ ورځني پروکرام په بهیر کې ګډونوالو ته د تغذیې خدمتونو د اغېزمنتیا، داخل بستر ناروغانو ته د پاملرنې، د خوارځواکۍ واحدونو (TFU) مدیریت، د خوړو د کیفیت کنټرول او د راپور ورکولو سیستم په اړه نظري او عملي زده‌کړې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په یو شمیر سیو کې د خوراکي توکو او درملو څخه نظارت تر سره شو

د خوړو او درملو د څارنې او پلټنې ریاست نظارتي ټیم د کابل ښار په ۱۲مې، ۳مې، ۹مې، ۵مې او ۱۰مې ناحیو کې د درملو او خوراکي توکو له ۸۲ بابه تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په پایله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه «راځئ! د یو ټاکلي هدف لپاره سره راټول شو» تر شعار لاندې ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي، د وزارت مرکزي. . .

BACK TO NEWS