د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

بسم الله الرحمن الرحیم

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د معتادینو د درملنې ملي برنامې ریاست د ابن سینا ۱۰۰۰ بستریز  روغتون،  جنگلک ۴۵۰ بستر یز روغتون ، کوهدامن ۲۰ بستریز  روغتون د ۱۴۰۴ مالي کال  ارتیا ور د البسو بابو  تدارک) تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-2583)ده. د (تولید البسه عطاالله قریشي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۶۵۶۰۴) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د چهلستون سرک، جنگلک، د کابل مرکز ، کابل) کې دی. چې د تړون بیه (9,945,559) نه مليونه نه سوه پنځه څلویښت زره پنځه سوه نه پنځوس افغانی ده .

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناس او غیر مشورتي تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کیږي.                                                                                                  

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د الشفاء روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو (د ناروغانو، پایوزانو او نوکریوالانو لپاره د آشا میدني اوبو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G026) ده، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیر خانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د روغتون د تعمیرونو رنګولو پروژه، چې ریفرینس شمېره یې (M0PH-HRP-KHH-RFQ -1405-S11) ده، د داوطلبۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د (د صحت طفل اندراګاندي روغتون د اړتیا وړ ۷۴ قلمه طبي د زړه جراحي ملزمې چمتو کولو او تدارک پروژه)، چې ریفرینس شمېره یې . . .

Back to tenders