د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۵
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د برنامه ریزۍ او پلان ګذارۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت او د تدارکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو، مالي او حسابي، اداري ریاستونو او د ۱۵ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د برنامه ریزۍ او پلان ګزارۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت وویل: (دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په پوره اخلاص، صداقت، دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو).

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۳۰ روغتیايي مرکزونو واکسیناتورانو ته موټرسایکلونه وویشل شول

د یونیسیف نړیوالې ادارې له لوري د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا ولایت په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو واکسیناتورانو ته ۳۰ عرادې موټرسایکلونه وویشل شول.

د پکتیکا د عامې روغتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

ننګرهار کې د درملو د نرخونو کنټرول په موخه نظارت ترسره شو

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت د درملو او روغتیايي محصولاتو د څارنې ټیم جلال اباد ښار کې د درملو د نرخونو کنټرول په موخه له عمده او پرچون درمل پلورنځیو سربېره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د برنامه ریزۍ او پلان ګذارۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت او د تدارکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو، مالي او حسابي، اداري ریاستونو او د ۱۵ ودانیزو شرکتونو د. . .

BACK TO NEWS