د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند د دوهمو واحدونو اړوند د 1404 هجري شمسي کال د اړتیا وړ د دوه ډوله تیلو ډیزل او پطرول د تدارک پروژه چې د تړون پېژندنې شمېره يې (MOPH/1404/NCB/G-1228)ده. د ( افغانستان نفت او گازو دولتي ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (154818) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیرخانه کوتل سر، 17 مه ناحیه ، مرکز  کابل) کې دی. چې د تړون بیه یې (34,930,000) څلور دېرش میلیونه نهه سوه دېرش زره  افغانۍ ده .

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۱۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقود د قانون د مادو او د دې وزارت د لنډمهالو تطبیقي کړنلارو پر بنسټ، د عامو خلکو د خبرتیا لپاره اعلانېږي چې د عامې روغتیا وزارت، د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست په پام کې لري لاندې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۲۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

 د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (۱۴۰۴ مالي کال، د کندهار ولایت ۱۴ ناحیې اړوند کمانډو ساحې ۳۰ بستریز عمومي روغتون د طبی وسایلو تدارک پروژه) چې . . .

Back to tenders