د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي د درملو څارونکو په دوهم نړیوال انجمن کې، چې د دوبۍ ښار کې ترسره شو، ګډون کړی و

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۲۴
MOPH

په دغه انجمن کې چې له ۶۰ څخه د زیاتو هېوادونو او د درمل جوړولو د مخکښو شرکتونو استازو شتون درلود، په کې د درملو د مقرراتو تطبیق او د GMP تاسیساتو د څارنې برخه کې د همغږۍ، په ځانګړي ډول د جنوبي هېوادونو او اروپا ـ آسیا سیمې تر منځ د همکارۍ په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

همدارنګه، د خوړو او درملو معینیت له لوري تر اوسه په هېواد کې د درملو جوړولو څلورو فابریکو ته د ښه تولید له امله د (GMP) تصدیق پاڼې ورکړل شوي دي او هڅې روانې دي چې نورې فابریکې هم دغه سند ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS