د عامې روغتیا د پالیسۍ مرستیال د بامیان والي سره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په تړاو وکتل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۱:۳
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي، الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستیال، د خپل سفر اساسي موخې، چې په کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونه، د يو شمېر نويو څانګو پرانيستې او د هېوادوالو اړتیاوو او غوښتنو ته رسېدنه وه، له والي سره شریکې کړې.

ښاغلي مرستیال وویل: (د دې لپاره چې د هېواد ټول اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي، د د عامې روغتيا وزارت له لوري د روغتيايي خدمتونو د پراختيا لړۍ پيل شوی او په همدې موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه د عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې روانې دي، چې بامیان ولایت هم د دې ملي برنامې برخه ده او د دې ولایت په څو ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو قراردادونه ساختماني شرکتونه ته ورکول شوي دي).

دغه راز، د باميان والي، ښاغلي مرستیال ته ښه راغلاست ووايه او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ یې مننه وکړه، چې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت ښه والي لپاره عملي ګامونه اخلي، نوموړي د روغتيا برخه کې د دوامداره همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د فراه او تخار ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ په اساس د فراه ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئيس، مولوي شیخ میر صدام د تخار ولایت د عامې روغتیا د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۱
Background image

عامې روغتیا وزارت له لوري په خوست کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

نشست وزارت صحت عامه با یونیسف برای بهبود خدمات اساسی صحی در کشور

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې د شته ننګونو او ستونزو حل په موخه د یونیسیف ادارې له مسؤلینو سره. . .

BACK TO NEWS