عامې روغتیا وزارت له لوري په خوست کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۱
moph

ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

 په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د خوست والي، الحاج مولوي عبدالله مختار وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرمختیایي چارې په دوامداره توګه روانې دي، چې خوست ولايت هم د دې پرمختګونو برخه دی او د دې روغتیايي مرکزونو پرانیسته یې یو ښه بېلګه ده.

همداراز، د خوست ولایت عامې روغتیا رئیس، مولوي اخترمحمد محمد عکرمه وویل، یاد مرکزونه د ټولو اړینو اسانتیاوو په لرلو سره د اسمعیل‌خېلو-مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین، د تڼیو ولسوالۍ د باز مولا، د صبریو-یعقوبیو ولسوالۍ د ابادخانې او د ځاځي میدان ولسوالۍ د اسکندري کلي کې جوړ شوي دي، چې ور سره به د يادو ولسواليو د اوسېدونکو ډېری روغتيایي ستونزې حل او لازمې اسانتياوې به ورته برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

د افغانستان ا.ا. د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه په ویاړ او درنښت سره رپاند شول

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د هېواد د خپلواکۍ د دغه سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وویله او د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت، اسلامي ارزښتونو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

هرات ولایت کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د «دیم فارما» په نوم د درملو یوه تولیدي فابریکه پرانیستل شوه

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د نړیوالو بنسټونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۰
Background image

د هېواد په شمال ځتيځ زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو د خصوصي روغتونونو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند معیارونه او د. . .

BACK TO NEWS