د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کنړ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال ولایتي دوه سوه بستریز روغتون د تعمیراتي چارو بیا ځلي پیل پرانسته تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۲۶
mopyh

د یادې پرانستې پر مهال، چې د کنړ ولایت والي ښاغلي مولوي قدرت الله ابوحمزه، د کنړ د عامې روغتیا رئیس ښاغلي قاري مظفر خان مخلص او د کنړ ولایت یو شمېر مسؤولینو، قومي مخورو او علماء کرامو شتون درلود بېلا بېلو مسؤولینو د یاد روغتون د چارو د بیا ځلي پیل اړوند ویناوې تر سره کړې.

د دې روغتون تعمیر چې چارې یې نیمګړې پاتې وې، د افغانستان اسلامي امارت په خپله داخلي بودیجه د نږدې ۲۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت سره به یې پاتې چارې بشپړې شي.

ښاغلي وزیر مولوي نور جلال جلالي د پرانستې پر مهال وویل، د دې تعمیر په جوړېدو سره به د کنړ درنو ولسونو ته به یو معیاري ودانۍ  کې د روغتیايي خدماتو پیل وشي، چې دا د ولسونو له ډیر وخت هیله او غوښتنه وه چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري ورته ځانګړې پاملرنه وشوه او نن یې د چارو د بیا ځلي پیل شاهدان یو.

همدارنګه، د کنړ د عامې روغتیا رئیس ښاغلي قاري مظفر خان د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د ولس غوښتنو ته یې مثبت ځواب ورکړ او د دې روغتون په جوړېدو سره به د کنړ ولسونو ته د روغتیا په برخه کې خورا ګڼې اسانتیاوې را منځته شي.

دغه راز، په غونډه کې د قومي مخورو او نورو مسؤولینو لخوا ویناوې تر سره شوې چې د عامې روغتیا وزارت او افغانستان اسلامي امارت له دې اقدام یې خوښي څرګنده کړه او په وینا یې دا د نظام له لوري د کنړ له ولسونو سره خورا ستره ښېګڼه ده او ولسونه یې قدرداني کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS