د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د طبي ټکنالوژۍ څانګې څخه ۲۰ تنه زده کړیالان فارغ شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۵۸
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهان غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ رئیس دوکتور محمد قاسم عادل، د بېلابېلو څانګو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و.

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې خپلې دندې په اخلاص، امانتدارۍ او د مسؤلیت له احساس سره سمې ترسره او هم دې د طبابت اخلاق په عمل کې پلي کړي.

همدارنګه، د انسټیټیوټ علمي مرستیال ډاکټر عبدالستار جبارزي فارغانو ته د فراغت مبارکۍ ترڅنګ د هغوی د کورنیو، استادانو او عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې او ویې ویل: «هیله لرم چې بریالي شئ او د متعهدو کسانو په توګه د ټولنې لپاره د خدمت وړ وکرځئ.»

د یادونې وړ ده، چې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د مرکز سر بېره په ۱۶ ولایتونو کې هم څانګې لري، چې په دولسو بېلابېلو روغتیایي برخو کې وړ او مسلکي کسان روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS