د روغتیايي خدمتونو د ډیجیټل کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۲۶
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکتر وحدت الکوزي تر مشرۍ لاندې د مالیې او مخابراتو وزارتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

په دې غونډه کې په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو ډیجیټل کولو، د عوایدو راټولولو او د عامې روغتیا وزارت د اړوندو نورو برخو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

ډاکتر وحدت الکوزي وویل: (د روغتیايي خدمتونو د لا ښه مدیریت، اسانه لاسرسي او د ناروغانو د معلوماتو د کره ثبت لپاره د روغتونونو ډیجیټل کول یو بنسټیزه اړتیا ده، نوموړي زیاته کړه: د یو شفاف سیستم له لارې د معالجوي خدمتونو کیفیت تضمین کېدای شي، چې دا کار به د ناروغانو د رضایت زیاتوالي سبب هم وګرځي).

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو خپلې تخنیکي او اجرائيوي اړتیاوې د یو پرېزنټېشن له لارې شریکې کړې، چې د مالیې او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه

د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم‌ الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د دایکندي عامې روغتیا ریاست ته د ۵۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۸ قلمه درمل وسپارل شول

د دایکندي عامې روغتیا ریاست اړوند روغتیايي مرکزونو کې د درملو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له دفتر څخه د ۵۸ زره او ۹۱۹ امریکايي ډالرو په. . .

BACK TO NEWS