د غزني ولایت سیمه‌ ییز تخصصي روغتون سره د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۶۵ کیلو واټه په ظرفیت د یو پایه برېښنايي ماشین مرسته وشوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
moph

دغه ماشین له اړوندو تخنیکي تجهیزاتو سره د غزني عامې روغتیا ریاست د پرله‌ پسې هلو ځلو او همغږۍ په پایله کې د بې سرحده ډاکټرانو (MSF) مؤسسې په مالي ملاتړ واخیستل شو او په رسمي ډول د غزني سیمه‌ ییز روغتون ادارې ته وسپارل شو.

د یاد ماشین په فعالېدو سره به د غزني سیمه‌ ییز روغتون د برېښنا شته ستونزې په اساسي ډول حل او د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر به لا اغېزمن، منظم او باکیفیته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS