هند هېواد د خپلو بشري مرستو او روغتیايي همکاریو پر دوام ۱۳۱ کارټنه ټي‌ ډي (Td) واکسین د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپارل

rasooli_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۶
moph

یاد واکسین د ټي‌ ډي (دیفتري او کزاز) له ګډ ترکیب څخه جوړ شوی، چې هر ویال یې ۱۰ دوزه لري.

 همدارنګه، په هر کارتن کې ۷۶۸ دوزه واکسین شامل دي، چې د وقایوي واکسیناسیون پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه به وکارول شي.

د یادونې وړ ده، چې هند هېواد څو اوونۍ وړاندې هم نږدې ۹.۵ ټنه د سرطان ضد درملو مرسته کړې وه او د عامې روغتیا وزارت ته یې سپارلي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

مولوي عبدالولي حقاني د حضرت بلال روغتون او کيور کلينيک څخه ليدنه وکړه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د حضرت بلال ۵۰ بستريز روغتون او کيور کلينيک څخه ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوست او غور ولایتونو په دوو ښوونځیو کې د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د خوست ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د یاد ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند د خلبسات ښوونځي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د جنګلک ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري د نشه‌يي توکو د مخنیوي عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د ایثار تدویر خصوصي عالي لیسې زده کوونکو او استادانو ته د نشه‌ یي توکو. . .

BACK TO NEWS