پروګرام آفیسر!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳۶
moph

Publish Date

Closing Date

د بست عمومي معلومات   

دنده:                     پروګرام آفیسر

د دندې ځای:      د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپټایټس د کنټرول ملي پروګرام

د بست موقعیت    ولایت : نیمروز ، جوزجان و بامیان

تعداد بست          ۳

راپور ورکوونکې    پروګرام سوپروایزر

راپور اخیستونکی له:        

د قرارداد موده:    ۱ کال/د تمدید کیدو امکان

جنسیت:                 مذکر

ملیت:                    افغان

د ارزیابی نیټه:

تاریخ اعلان : ۶/۱۲/۱۴۰۴

تاریخ ختم اعلان :           ۱۵/۱۲/۱۴۰۴

-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د دندې هدف:

د ولایت په کچه د خپل خوښې آزموینې او مشورې ورکولو روغتیایی مرکز عمومی مسئولیت لرل او له اجراتو څخه پروګرام ته راپور  ورکول.

-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

صلاحیت او  د دندې مسئولیتونه:

  • د ولایت په کچه د خپل خوښې آزموینې او مشورې ورکولو (VCT) مرکز او ساحوي فعالیتونو پلان جوړونه، پلي کول او څارنه .
  • د اچ آی وي، هیپټایټس او جنسي ناروغیو اړوند مخنیوی، تشخیص، درملنه او تعقیب.
  • د ولایت په کچه د نورو روغتیايي مرکزونو (BPHS/EPHS ، خصوصي او امارتي) سره همغږي او د اړونده فعالیتونو تعقیب.
  • د میاشتني، ربعوار او کلني کړنو راپورونه ترتیب، ثبت کول او له اړونده ادارو سره پر خپل وخت شریک کول.
  • د کړنو د ښه تطبیق لپاره د وړ چاپیریال رامنځته کول او وده ورکول.
  • د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لپاره د زیانونو د کمښت اړوند ناروغانو ته اړوند خدمتونه تر سره کول
  • د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره تریننګ برابرول.
  • په اړوندو رسمي غونډو، ورکشاپونو او د زیانونو کمولو ناستو کې ګډون کول.
  • د مرکز په کچه د نیمګړتیاوو پیژندلو او د اصلاحي اقداماتو /کړنو عملی پلان رامنځته کولو لپاره د اونیز او میاشتنۍ غونډو دایرول.
  • په منظمه توګه په هرو شپږو میاشتو کې د مرکز اړوند د وسایلو او اجناسو فزیکي موجودیت او د لستونو نوي کول.
  • په میاشتني ډول د سټاک څخه لیدنه او د ضرورت پر اساس د اړتیاوو (نیازسنجي) لست ترتیب او د اړوندو ادارو سره شریک کول.
  • د اچ آي وي مثبت پیښو تعقیب کول او ژر تر ژره د ایډز، جنسي ناروغیو او هیپټایټس د کنټرول ملي پروګرام سره شریک کول.
  • د اچ آی وي مثبتو ناروغانو ژر تر ژره د ART مرکز ته د درملنې لپاره لیږل.
  • د اصولو مطابق د تسټ کیټونو، طبی مصرفی موادو، درملو او نورو اکمالاتي موادو تشریح او ثبت کول.
  • د مراجعینو معلوماتو د محرمیت او حقوقو ساتلو څخه ځان ډاډمن کول.
  • د عامې روغتیا وزارت د پالیسي، ستراتیژي او طرزالعملونو سره سم کار کول.
  • د مستقیم آمر لخوا هره بله سپارل شوې اړونده دنده تر سره کول.

د ګمارنې شرایط ( د زده کړو کچه او کاري مخینه) :

  • د زده کړو کچه: د طب پوهنځی څخه فارغ وي (MD).
  • کاري مخینه (تجربه): حد اقل ۲ کاله کاري مخینه په کلینیکي ساحه کې لرل.

لازم مهارتونه :

  • د افغانستان په رسمی ژبو( پښتو/ دري) او انګلیسي ژبې باندې تسلط لرل.
  • د دندی پوری اړوند د کمپیوټر زده کړه ولري.

رهنمود اعلان بست

 کاندیدان محترم می توانند که سی وی خویش را به ایمیل آدرس متذکره ارسال نموده و یا هارد کاپی آن را به مدیریت عمومی اعلانات کاریابی ریاست عمومی امور کارکنان وزارت صحت عامه تسلیم نمایند

نوت : قابل ذکر می باشد که عنوان بست و ولایت مورد نظر خویش را دقیق در عنوان ایمیل واضح نمائید

درصورت ضرورت و یا معلومات بیشتر می توانید به شماره تلفن ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲ تماس بگیرید

mophgdhr1444@gmail.com