د عامې روغتیا ولایتي مسؤلینو د کوچني اختر پر مهال له روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې ترسره کړې

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۵:۲۶
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت اړوند د عامې روغتیا ولایتي ریاستونو رئیسانو او نورو مسؤلینو د کوچني اختر په درې ورځو کې د روغتیايي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو خدمتونو د قدردانۍ په موخه هغوی سره له نږدې لیدنې وکړې.

د دغو لیدنو موخه د روغتیايي کارکوونکو د هڅو، اخلاص، ژمنتیا او خدمتونو ستاینه او تشویق و.

همداراز، ولایتي مسؤلینو د روغتیايي خدمتونو د ارزونې لپاره د اختر په ورځو کې له روغتیايي مرکزونو څخه هم لیدنې وکړې؛ څو د خدمتونو بهیر له نږدې وڅاري او ډاډ ترلاسه کړي چې هېوادوالو ته پر وخت او معیاري خدمات وړاندې کېږي.

سربېره پر دې، د خدماتو لا ښه والي لپاره اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې؛ ترڅو په راتلونکې کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لا لوړ او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS