خبرتیا!
موضوع: د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست متفرقه جامع (Comprehensive) ازموینه
ټاکل شوې ده چې د (Comprehensive) عمومي متفرقه ازموینه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي.
له همدې امله، هغو درنو نوماندانو ته چې په پخوانیو ازموینو کې یې ګډون نه دی کړی او یا هم نه دي بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې د دې خبرتیا له خپرېدو څخه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې، د لاندې لینک له لارې خپله نوم لیکنه بشپړه کړي:
یادونه: د اړتیا په صورت کې، درانه نوماندان کولی شي د لاندې واټساپ شمېرې له لارې خپلې ستونزې حل کړي: ۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷
