د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه او د اکمال تخصص برنامې ته د روغتيايي کارکوونکو جذب

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۰
moph

عامې روغتیا وزارت په تېر يو کال کې د روغتیايي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره مهم ګامونه اخیستي دي.

دغه هڅې د بشري سرچینو د مسلکي ودې، د تخصص کچې لوړولو او د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه ترسره شوې دي، چې په ترڅ کې له ۲۶ بېلابېلو تخصصي څانګو څخه نږدې ۵۰۰ تنه متخصصين فارغ شوي او د يادې برنامې د پراختیا په موخه ۱۰۰۰ تنه نوي ټریني ډاکتران جذب شوي، ترڅو د تخصصي خدماتو کچه لوړه او هېوادوالو ته معیاري خدمات وړاندې شي.

همداراز، په بېلابېلو روغتیايي او اداري برخو کې کارکوونکو ته پراخ ټرېنینګونه او ورکشاپونه ترسره شوي، چې په کې د زرګونو کارکوونکو مهارتونه لوړ شوي او د خدماتو کیفیت ښه شوی.

د يادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د‌ هېواد دننه او بهر د افغان روغتیايي کارکوونکو لپاره د زده کړو، تخصصي ودې او ظرفیت لوړونې فرصتونه نور هم پراخ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده نهمه فقره

وارداتي شرکتونه نه شي کولای په انحصاري ډول درمل او روغتيايي محصولات خپلو اړوندو عمده او پرچون درملتونونو ته ووېشي.

عمده پلورنځي په هېڅ ډول نه شي کولای خوراکي توکي، درمل او روغتيايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۲
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بین الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۵۷
Background image

د نورستان ولایت کوراج ولسوالۍ منډول سیمې لپاره د یو بنسټیز روغتیايي مرکز (BHC) د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS