د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند حیدر خانه او فتیح پور سيمو کې دوه روغتیایي مرکزونه پرانیستل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۵
MOPH

دغه روغتیايي مرکزونه د او پي ډي، مور او ماشوم، نسايي ولادي، واکسین، رواني روغتیا، تغذيې او فارمسي څانګې لري، چې ولسونو ته به په منظم شکل خدمات وړاندې کوي.

د دې مرکزونو د پرانیستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: د کوټ ولسونو د جګړو پر مهال سخت زیان لیدلی او د اسلامي نظام په راتګ سره ورته ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې دا مهال په کې ۱۴ روغتیایي مرکزونه خدمات وړاندې کوي. نوموړي همداراز، له ولسونو څخه وغوښتل، چې د روغتیایي مرکزونو په ساتنه کې لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS