د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ په ارباب موسی کلي کې یوه نوې روغتيايي ځاله پرانيستل شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۲۴
MOPH

د دغې روغتيايي ځالې پرانيسته د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، د BDN دفتر د شمال‌ختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالحسیب صاحبزاده، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کندز د عامې روغتیا رئیس د روغتیايي پروژو په پلي کولو کې د خلکو رول، همکاري او ګډون حیاتي او برخلیک ټاکونکی وباله او د ارباب محمد سرور له هڅو او نېک اقدام څخه چې د ځمکې په وقف او د دې ودانۍ په جوړولو کې یې کړی، مننه او قدرداني وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه ودانۍ د ارباب محمد سرور په شخصي مالي مرسته جوړه شوې ده، چې دا د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د سیمې خلکو ته د بنسټیزو روغتیايي خدماتو د لاسرسي په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS