تېر کال د جوزجان په ولایتي روغتون کې (۳۵۲۶) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۵۱
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۶۵۶) ستر عملیاتونه او (۱۸۷۰) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۶۴۳۳) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۳۱۸۲۵) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.